11/14/18

طاهر داوړ: چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه یې کړې وه شهيد کړای شو!

د پېښور د پولیسو یو مشر طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه ناڅرګندو کسانو له پایتخت اسلام اباده تښتولی وو او نن یې پر ټولنیزو رسنیو د وژنې عکسونه خپاره شول، چې ویل کېږي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د وژل شوي پولیس مشر طاهر داوړ د مړي له عکسونو سره یو لیک هم ایښودل شوی، چې په پښتو ژبه لیکلی او په ظاهره داسې ښکاري چې د (ولایتِ خراسان) په نوم یوې ناڅرګندې ډلې د هغه د وژنې ذمه واري منلې ده.

له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ هم د طاهر داوړ د وژنې په اړه یو ټویټ کړی او له پاکستاني ریاسته یې د هغه د وژنې په اړه سپیناوی غوښتی دی:

له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ هم د طاهر داوړ د وژنې په اړه یو ټویټ کړی او له پاکستاني ریاسته یې د هغه د وژنې په اړه سپیناوی غوښتی دی:


پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې په ضد کلک غبرګون څرګند کړی او پوښتنې یې را پورته کړې دي چې د پاکستان پوځ خو پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غزولی او پر پوله د کلک امنیت دعوې کوي نو بیا طاهر داوړ څنګه افغانستان ته واړول شو او هلته و وژل شو.

رپوټونه وایي چې د پښتونخوا د پولیسو او لېویزو چارواکي تورخم پولې ته تللي چې د وژل شوي پولیس مشر طاهر داوړ مړی له افغان چارواکو تر لاسه کړي، خو د هغه مړی لا تورخم پولې ته نه دی رسول شوی.

Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.