دطاهر داوړ جسد دسخت کړکیچ وروسته پاکستان ته وسپارل شو.
د پښتونخوا د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ مړی د اوږد ځنډ څخه وروسته د تورخم په پوله دطاهر داوړ کورنۍ اؤ پاکستاني چارواکو ته سپارل شوی چې دښخولو دپاره پېښور ته روان کړل شوی دی .
پاکستاني رسنۍ وایي افغان چارواکو په لمړي سر کې پاکستاني چارواکو ته دطاهر داوړ دجسد ورکولو څخه انکار کولو دریځ یې لرلو جسد به یوازې محسن داوړ یا پښتنو مشرانو ته سپاري.
د جسد ترلاسه کولو دپاره دپاکستان دکورنیو چارو دمملکت وزیر شهریار اپریدی،دپښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ اؤ نور چارواکي تورخم پولې ته ورغلي وؤ.
پاکستاني رسنۍ وایي افغان چارواکو په پوله ولاړو پاکستاني مامورینو ته صفا ویلي وؤ چې هغوئ به دطاهر داوړ مړی یا خو دپښتون ژغورنې دغورځنګ مهم مشر محسن داوړ ته سپاري اؤ یا به یې پښتنو مشرانو ته ورکوي خو له خبرو وروسته دغه جسد پاکستاني چارواکو اؤ پښتنو مشرانو ته وسپارل شو.
دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه دننګرهار په سوؤنو قامي مشران اؤ دمدني ټولنې غړي دننګرهار دقبائیلو اؤ سرحدونو چارو ریاست ته ورټول شوي وؤ اؤ دحکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې دطاهر داوړ مړی باید دپاکستان دولت ته ورنکړي بلکې قامونو ته دې یې وسپاري.



0 comments:
Post a Comment