11/15/18

د مخابراتو وزیر:د هيواد ترافيکي سیستم الکترونيکي کېږي.

د مخابراتو وزیر!!
د هېواد ترافیکي سیستم الکترونیکي کېږي


د مخابراتو وزارت وایي د اسان خدمت د فعالیتونو په لړ کې یې دا ځل پرېکړه کړې ده، چې د ترافیکو ریاست اړوندې چارې الکترونکي کړي.
د هېواد د مخابراتو وزیر شهزاد اریوبي وايي په هېواد کې د ترافیکي سیستم د تنظیم لپاره اسان خدمت پرېکړه کړې چې د ترافیکو اړوندې ډېری چارې الکترونیکي او له نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي.

دده په خبره ددې سیستم په فعالېدو سره به خلک د خپلو موټرونو جواز سیرونه او لایسنسونه په اسانه او ساده لارو ترلاسه کولی شي. همدا راز به په ښارونو کې ځيرکې کامرې لګول کېږي، چې دوی به د موټرونو پلیټونه تشخیصوي، د ستونزو مخنیوی به کوي او په ښارونو کې به د نظم او امنیت سبب شي.

اریوبي وايي دمګړی د ترافیکي سیستم د الکرونیکي کولو پر سر خبرې روانې دي او تر هغه وروسته به یې ډېر ژر عملي چارې پيل شي.

Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.