11/13/18

ميرويس ستانکزی:پښتنو ته پيغورونه مه ورکوئ!

د بړستنو له لاندې پښتنو ته بيغورونه مه ورکوئ.
ناست به وي د بخارۍ تر څنگ ،خپله به هم پښتون وي خو گرده ورځ به لگيا وي پښتانه به په بې غيرتۍ تورنوي او نور قومونه به ستايي.
ولې زه او ته پښتانه نه يو، زه او ته غيرت نه لرو، خو راځه د سهولت ژوند به پرېږدو او نر غوندې به راشو سړک ته به راوځو چې نور پښتانه هم ما او تا تعقيب کړي کنه نو د فيسبوک د لايکونو او د ځان په اصطلاح ملي ښودلو لپاره د بخارۍ له څنگه نورو ته پيغورونه مه ورکوه.
په شينوارو کې د داعش پر وړاندې پښتانه ودرېدل او سلگونه شهيدان يې ورکړل، د افغانيت په ننگه له شرقه تر غربه لکونه پښتانه سړکونو ته راووتل، هغه پښتانه زلمي و چې له هلمنده تر کابله بيا تر بلخه د سولې لپاره په تڼاکو پښو پلي لاړل، د مرکزي بغلان د حقوقو لپاره د شمال زرگونه پښتانه سړک ته راووتل، د پاکستان پر وړاندې له کندهاره تر ننگرهار زرگونو پښتنو لاريون وکړ، د شجاعي د ظلمونو پر وړاندې له ارزگانه تر کابله سلگونه پښتانه ول چې اعتراضي غونډې يې وکړې، د نظام په ننگه او د زورواکو پر وړاندې له شرقه تر غربه دا زرگونه پښتانه ول چې غونډې يې ونيولې، د لنډه غر د ناکامۍ او غني د بريا لپاره دا ميليونونه پښتانه ول چې نر او ښځې له کورونو د رايو مرکزونو ته ولاړل، همدا پښتون و چې د لنډه غر او ترهگر په وړاندې ودرېد او سلگونه نور د عدالت غوښتنې گامونه و چې همدې خوار او زار پښتون پکې غږ اوچت کړ او قرباني يې ورکړه خو دا زه او ته و چې ددې ځپل شوي ټبر هر اقدام ته مو په سپکه وکتل او زر رنگه تورونه مو په خپل پښتون پورې کړل.
عجب انصاف:د نورو سپين سترگۍ ته د مبارزې نوم ورکوئ او د پښتون مبارزې ته د بې ننگۍ.
ميرويس ستانکزى
دا پيغام شريک کړئ.

نوټ: تاسې هم خپلې ليکنې رالېږلی شئ.

Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.