5/3/20

د افغانستان اصلي مارشال وپیژنئ!

د افغانستان اصلي مارشال وپیژنئ!
هغه اتل کوم چې دپاکستان لومړي صدراعظم لياقت علي خان يې افغانستان ته په بدو ويلو سره په دا سر وويشت 


نومړی اتل سيد اکبر خان ځدراڼ د نامتو غازي ببرک خان ځدراڼ د يوولسو زامنو څخه تر ټولو کشری زوی و 
نوموړی هغه مهال چې د ببرک خان د کورنۍ ځينې غړي له هېواده فرار وو په ايبټ آباد کې اوسېده 
د پاکستان تر زيږېدو وروسته د ۱۹۵۱ ميلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه نيټه د پينډۍ « راولپنډۍ » په لياقت باغ کې يوه ستره او شانداره غونډه جوړه شوې وه چې ۱۲۴۰۰۰ کسان ورته را بلل شوي وو


د رابلل شويو ميلمنو په ډله کې يو هم سيد اکبر خان ځدراڼ و چې شپه يې د پينډی په يوه هوټل کې تيره کړه سيداکبر خان خپل اته کلن زوی دلاور هم له ځانه سره را وستلی و .
سهار غونډه پيل شوه اوسيد اکبر خان هم په خپل ټاکل شوي ځای ستيج ته مخامخ په ۱۷م قطار کې کېناست غونډې ته د پاکستان لومړني وزير اعظم نواب لياقت علي خان وينا کوله او دخپلې وينا په ترڅ کې يې د خپل ښي لاس د غټې ګوتې يو بند حاضرينو ته پورته کړ او ورته ويې ويل
اې د پاکستان خلکو افغانستان دومره وړوکی ملک دی که وغواړم په دوو ساعتونو کې به د افغانستان جينکۍ په پنجاب وويشم.
د سيداکبر خان په رګونو کې د ببرک خان ځدراڼ وينه چلېدله او ميړانه ، زړورتوب او هېواد پالنه د خپل پلار نه په ميراث ورته پاتې وه نو ځکه يې د مور هېواد افغانستان سپکاوی و نه زغامه او خپل اته کلن زوی دلاور ته يې چې دده چپ لاس ته ناست و مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل 
زويه زه ناست يم او زما د وطن بې عزتي کېږي دې سړي خو زموږ د هيواد په باره کې ډيره سپکه خبره وکړه که زه ځواب ورکړم ته خو به وارخطا کېږي نه ؟
دلاور نه پلاره نه وارخطا کيږم .
سيد اکبر خان بيا وړوکي دلاورته مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل زويه سهار مو په هوټل کې د مڼو مربا وخوړه وايي مڼه زړه ته قوت ور کوي زه ځواب ورکوم ګوره وارخطا نشي 
دلاور نه پلاره نه وارخطا کېږم ورکړه ځواب ورکړه

سيد اکبر خپله تفنچه را وايسته او مخامخ يې په نواب لياقت علي خان باندې ډزې وکړې چې لومړۍ ګولۍ يې د زړه په سر او دوهمه ګولۍ يې د وروځو تر منځ په تندي ولګېده او پر ځمکه ولوېد 
پدې توګه د پاکستان لومړني مغرور وزير اعظم او د افغانستان بدخوا نواب لياقت علي خان د خپلې ګستاخی وړ ځواب تر لاسه کړ .
سيد اکبر خان هم همدلته د شهادت جام پورته کړ او وړوکی دلاور د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د غونډې له ځايه وتښتېد او يوه جومات ته يې پناه يوړه . 
دجومات ملا پناه ورکړه خو د شپې ۱۲ بجې وسله وال فوځيان د ده له عکسونو سره جومات ته را ننوتل او ماشوم دلاور يې له ځانه سره بوت چې تر اتلس کاله زندان وروسته زنځير او زولانه د تورخم په دروازه کې افغان دولت ته و سپارل شو
د سيد اکبر خان د ميړانې او سر ښندنې په هکله ډېر شعرونه او محلي شارۍ ويل شوېدي دي


غوږ ونسئ عالمه نن نوی حال راغلی دی 
کوز په پاکستان کې سيداکبر خان شهيد شوی دی
ـ------------
------------
سيد اکبر خان زوی د ببرک و 
له خپل وطنه څخه ورک و
-------
-------
غزا دې وکړه سيد اکبره
ځان دې مشهور کړ لکه لمره 
چې را نسکو دې کړ وزيره 
ټول پاکستان دې کړ دلګيره


--------
د افغان خاورې هر دوښمن دې په يا لري هر چا چې د‌ې پاکې خاورې ته په سپکه کتلي سر یې خوړلی دی 
موږ هر چاته تاریخي درسونه ورکړي دي


یادونه: که د غازي سيد اکبر خان په اړه تاسو نور کوم معلومات لرۍ نو مهرباني وکړئ راته وايي ليکئ 
په درنښت

11/19/18

افغان چارواکي: پر پاکستان د بنديزونو هرکلی کوو

افغان حکومت پر پاکستان د نورو بندیزونو غوښتنه کړې 

افغان حکومت د پاکستان په اړه د ټرمپ له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي امریکا باید پر اسلام اباد نور بندیزونه هم ولګوي.

 اجراییه ریاست وایي، پر پاکستان د میلیونونو ډالرو د مرستې له بندېدو سره سره دغه هېواد تر اوسه د تروریستانو له پاللو لاس نه دی اخیستی.

د اجراییه ریاست ویاند فریدون غوځون وایي، افانستان پر پاکستان د مرستو له قطع کېدو هرکلی کوي او باید پر یاد هېواد نور ډېر بندیزونه هم ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ یو ځل بیا پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالرو د مرستې له بندېدو دفاع وکړه او ویې ویل، پاکستان د امریکا لپاره هیڅ هم نه دي کړي او حکومت یې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره مرسته کړې وه چې په یوه نظامي ځای کې پټ شي.

ټرمپ ویلي ټول پاکستان پوهېده چې اسامه چېرته دی خو دوی ته یې حال نه ورکول.

طالبانو: د لنډ مهاله حکومت او ټاکنو ځنډول رد کړل

طالبانو هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې له امریکا سره یي په افغانستان کې په لنډ مهاله حکومت او ټاکنو ځنډولو خبرې کړي دي.

د طالبانو له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د امریکا له پلاوي سره خبرې کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی به هر ډول مالومات له ولس سره شریکوي.

له دې وړاندې داسې  ګونګوسې وي چې ګنې طالبانو له زلمي خلیلزاد سره په موقت حکومت او د ولسمشرۍ ټاکنو په ځنډولو خبرې کړي دي.

خليلزاد ته د مور نصیحت!

ایا زلمي خلیلزاد ته به یې د مور دا نصیحت یاد وي؟

"مور مې د ژوند په وروستیو کې ناروغه وه. مخکې له دې چې وفات شي، کله کله به یې په خپلو ناتوانه او مهربانه لاسونو زما نیکټایي کلکه ونیوله، ویل به یې، 
-زویه! پام دې وي، وطن هېر نکړې. افغانستان هېر نه نکړې 





11/18/18

په مونږ څوک اعتبار نه کوي:د پاکستانۍ رسنۍ اعتراف

منظور پښتون هغه څوک چې د پاکستان دوه مخې پالیسي او دوه  مخې میډا نړۍ والو نړیوالو ته روښانه کړه

اوس وخت په پاکستان کې هیڅوک هم په پاکستانۍ میډیا باور نه کوي؛ بلکي یوازي په خواله رسنیو (سوشل میډیا) باندې باور ساتي

د پښتون ژغورنې غورځنګ له ډېره وخت راهسې لوې، لوې غونډې وکړي ؛ خو د پاکستان یوې میډیا هم دغه غونډې نشر نه کړې بلکې دغه تحریک یې بد نام کولو کوښښ ډېر کړ

په دې اخیرو وختونو کې د پاکستان میډیا دې حد ته رسیدلي دي؛ چې خپله اعتراف کوي چې مونږ باندې هیڅوک باور نه کوي

دغه خبره د  پاکستان یوې رسنۍ ډاون نیوز په پرګرام  زره هټکې کې  چې همیشه د پاکستان د فوځ ملاتړي کوي اعتراف وکړ چې مونږ د خلکو په ګټه نه بلکې د پاکستان فوځ همیشه خبر خپور کړي دي؛په دې وجه د خلکو مونږ باندې باور نه کيږي

د خلیلزاد هیله: د ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د سولې موافقه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.

د راتلونکي لمریز کال د حمل ۳۱ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه ټاکل شوې ده.
خلیلزاد نن /یکشنبه/ په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې ته وویل«هیله لرم چې طالبان او افغانان به د انتخاباتو نېټه ضرب الاجل وټاکي او تر انتخاباتو وړاندې به سوله وکړي.»

حسيب قریشي د فساد په تور ونيول شو

د سرحدي ځواکونو د عمومي قومندانۍ رییس ارکان د فساد په تور نیول شوی دی. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، د سرحدي ځواکونو د عمومي قومندانۍ رییس ارکان  جنرال حسیب قریشي یې  د فساد .
په تور نیولی دی. 
هغه له نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې نوموړی نن له 
غرمې وروسته د ۲۰۹ شاهین قول اردو د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.