11/15/18

ولسمشر غني څلور کلن واک!

ولسمشر غني واک:
هغه وخت چې واک ما ته وسپارل شو د هيواد په ملي خزانه کې له سلو100 ميليونو ډالرو زياتې روپۍ نه وې موجودې نړيوالو نور په افغان حکومت خپل باور بايللى و يو سلو پنځوسو زره امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي و ـ
سرمايه ګذاري په هيواد کې صفر %0 کچې ته رسيدلې وه د افغان ځمکنيو او هوايي ځواکونو نور نړيوال ملاتړي نه درلودل .
ما يو ځل بيا  افغان بنسټونه له صفره شروع کړل اصلاحات مې راغوستل چې سخته اړتيا يې وه په کم وخت کې مو د نړيوالو ملاتړ بيرته راجلب کړ ـ
د افغان هوايي ځواک بنسټونه په پوره توګه فلج وو بيا مو راژوندي کړل چې اوس هوايي او ځمکني ځواکونونه په يواځې سر عمليات مخته وړي ـ
د اوبو د کنترول موضوع بلکل ګونګه وه او په لسګونو بندونو يا کارروان دى او يا ګټې اخيستنې ته سپارل شوي.
د هغو زورواکو او جنګسالارانو ښکرونه مو پرې کړل چې هميشه يې حکومت ننګاوه جنرال دوستم  او عطانور يې مثال دى ـ
د تير حکومت 472 مشاورين مو بيرته پسې واخيستل چې هسې په نامه او امتيازي مشاورين وو ـ
7000 نظامي وسايط مو له زورمندانو بيرته واخيستل چې پخوا هر وکيل او قومندان د خپل شخصي سهولت لپاره کارول.
نن چې له هغو کسانو سره حساب کوم چې په تير حکومت کې ميليونران شول د تير حکومت ټول قراردادونه د همدې جنګسالارانو سره وو غيرې قانوني شهرکونه يې د غلا په پيسو غيرې قانوني رغولي وو په قومي تعصب  زه تورن شوم ځکه چې د غلا شويو پيسو حساب ورسره کوم ـ
زه کوم حزب نلرم او نه له کوم حزب سره تړاو لرم او نه په خپل منځي جګړو کې دخيل وم ـ

زما ګوند او حزب هغه ولس دى چې په هيواد کې د تغير غوښتونکي دى او د څلويښت کلن بحران ختمول غواړي ـ

Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.