ځیرک پښتون- رویټرز خبري اژانس پرون /جمعه/ په یوه راپور کې د چارواکو په قول وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د افغانستان حکومت ته اطمینان ورکړي؛ چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې به یې څنګ ته نه پرېږدي او ډاډ یې ورکړای چې سولې ته نږدي یو.
زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو له استازو سره له کتنې وروسته کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او مشرانو سره هم وکتل.
ښاغلي خلیلزاده تېره میاشت هم په دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي و او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي ولسمشر غني ته یې د خپلو خبرو جزییات نه و څرګند کړي چې دا مسله د ولسمشر غني له عکس العمل سره مخامخ شوې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د ولسمشر غني یوه سلاکار ورته ویلي چې خلیلزاد افغان سیستوالو، ښځو او د مدني ټولنې استازو ته په زغرده ویلي چې امریکا به د سولې د خبرو په بل پړاو کې افغانان څنګ ته پرې نږدي.
اژانس وايي چې ارګ په دې اړه په رسمي ډول له څه ویلو ډډه وکړه.

0 comments:
Post a Comment