ولسمشر غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې تېر ماښام د افغانستان د اسلامي حزب د رهبرۍ پلاوي له مشر ګلبدین حکمتیار، ډاکټر فاروق وردګ او غیرت بهیر سره وکتل.
په دغه کتنه کې د اسلامي حزب رهبرۍ د سولې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
ولسمشر له دوی څخه د مننې ترڅنګ د سولې د مشورتي بورډ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام لري او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شي.
ولسمشر غني تېر ماسپیښین د افغانستان د اسلامي جمعیت حزب د رهبرۍ پلاوي له غړو هر یو صلاح الدین رباني، محمد اسماعیل خان او استاد عطا محمد نور سره وکتل.
کتنه کې جمهوررئیس د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په هکله خبرې وکړې او ددوی له نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل چې موږ سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو د بېلابېلو اقشارو اجماع ته اړتیا لرو.
هغه په ټینګار وویل چې د مشورتي ناستو لړۍ به دوام کوي او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شي.

0 comments:
Post a Comment