د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر د پوليس افسر (اېس پي) طاهر خان داوړ د وژنې پرضد سبا د خالي، شنبې په ورځ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.
ميا افتخار حسېن ويلي د طاهر داوړ د تښتولو او بيا په بې دردۍ وژلو پرضد به په ټوله صوبه کې احتجاج کولی شي.
نوموړي دا هم ويلي، د پنجاب او خېبرپښتونخوا د پوليسو افسرانو دپاره په اړوند ریاستي رويه غېر منصفانه ده.
د طاهر داوړ جسد پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د تورخم په لار پاکستان ته راوړل شوی او تېره شپه په پېښور کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون په ټول هېواد کې د طاهر داوړ د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کړې وې.



0 comments:
Post a Comment