11/18/18

خليلزاد : د سولې په اړه مهمي پريکړي ته رسيدلي يو

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره دویمه ناسته نن بیا کابل ته راغی.


په قطر کې له طالبانو سره د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد
دویمه ناسته هم وشوه. طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي؛ ناسته کې د طالب بندیانو تبادله او د افغان سولې لپاره د یوه روښانه میکانیزم پر جوړولو خبرې وشوې.

طالبان ادعا کوي، چې سولې ته چمتو دي، خو په دې شرط چې بهرني ځواکونه ووځي او نوی نظام رامنځته شي. د سولي عالي شورا هم هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دا ناسته به مثبتې پایلې ورکړي او طالبان به له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو شي.

 د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د دویمې ناستې خبر وروسته له هغې خپریږي چې طالبانو په مسکو کې هم د سولې په تړاو د دویمې غونډې لپاره چمتووالی ښودلی و.

بلخوا ځيرک پښتون ته د رسيدلو معلوماتو له مخې د افغانستان د حکومت ، امريکا او انګلستان د سفارتونو د ګډې پريکړې له مخې به نيږدې راتلونکې کې ،د سولې عالي شورا ړنګه او د سولې خبرو اترو لپاره به نوی دولس کسيز بورډ  جوړ او خپل فعاليت به په رسمي توګه پيل کړي.

Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.