11/10/18

!!حبیب الله کلکانی مشهور په بچه سقاو

حبیب الله کلکانی مشهور په بچه سقاو!!
حبیب الله کلکانی چې په بچه سقاوو مشهور وو؛ په افغانستان کې د تورو تیارو، وحشت، چورچپاول، او د غلاو سر لاری ګڼل کیږي.
ته به فکر کوي چې درواغ وایم کنه؟!



خو داسې نه ده؛ په کال 1919 میلادي کال کې افغانانو د ستر غازي امان الله خان په مشری د انګریزانو ته دریم او اخیري جنګ کې سخته ماتي ورکړه: چې وروسته بیا انګریزانو هم د افغانانو آزادی ومنله.
په هغه وخت کې انګریزانو په هندوستان باندې څه د پاسه 120 کال حکومت کړای وو، هندوانو هم له افغانانو څخه افهام واخست؛ او د انګریزانو له غلامۍ څخه د هندوستان خلاصول لپاره مبارزه شروع کړه: خو د دوی مبارزه په تور نه بلکې په مدنی فعالیتونو ولاړه وه له ډېر کلونو وروسته وتوانیدل چې ازادۍ تر لاسه کړي.


لنډا دا چې دافغانانو څخه د ماتي خوړلو وروسته د انګریزانو پښی د پنجابیانو غوندې خلکو ته هم ټینګې نه شوي، چې دې کار انګریزان ډېر سخت بې قراره کړل او د بدلي اخیستلو په لټه کې شول.
د بدلي د اخیستلو لپاره دوی ته داسي کس په کار وو چې مالی امکاناتو لپاره له افغانیت، اسلامیت، ناموس هر څه چې انسان ته ارزښت لري تېر وي؛ دوی حیبب الله کلکانی چې دا وخت په کوزه پښتونخوا کې د افغان حکومت څخه تېشته بریالی شوی وو دوی ومند.

انګریزانو حبیب الله کلکاني دې ته ډېر ژر آماده کړ چې افغانستان کې د افغان حکومت ته خنډونه جوړ کړي چې افغانستان د ترقي مخه ډپ کړي دی یې افغانستان ته راولیږه ترڅو ورکړل شوي ورګړل شوی  پلان عملي کړي.

حبیب الله کلکانی افغانستان ته راغی؛ خپل غله ملګري یې راجمع کړل او د حکومت په وړاندې یې مخالفتونه شروع کړل خو دی هغسي موثر تمام نه شو چې څرنګه انګریزانو غوښتل.

انګریزانو ته د افغانانو اصلی کمزوري معلومه وه  له دې لارې څخه بله لار نه وه ورپاتي  چې افغانانو څخه خپل غچ واخلي.
هغه کمزوري د دوی دین اسلام وو.ځګه چې افغانستان کې اګثره یعني 99%  خلک مسلمانان دي. او نږدي ټول خلک د امامانو هر خبره مني. د دې لپاره چې حبیب الله کلکاني د انګریزانو غوښتنو ته مثب ځواب ووایي. زیات شمېر انپړه امامان له ځان سره یو ځای کړل او ځان ته يي د خام رسول الله خطاب وکړ.

امامانو د ستر غازي امان الله خان په وړاندې د جهاد فتوه وکړه. لنډه دا چې غازي امان الله خان لاسته راوړي آزادي چې په لاسته راوړلو کې يې ډېره قرباني افغانانو ورکړي وه له لاسه ورکړه.
غازي امان الله خان اخیر دې ته مجبور شو چې هیواد پریږدي او خپل ځای ناستی یې خپل ورور عنایت الله ته پریښود. د عنایت الله پاچاهی دوه میاشتي هم دوام وه نه کړ او پاچاهی حبیب الله کلکاني ته پاتې شوه.

له دې ورسته افغانستان کې چورچپاول ، غلا، زنا ، د چرګانو جنګول، پچه بازي، اوج ته ورسیدل. او افغانستان يې تورو تیارو ته وريټل واهه چې تر نن پوري سوی بوی زمونږ تر سپږمو رارسیږي.

افغانان له دې وحشت څخه تر سپږمو راره سیدلي وو؛ په لویه پکتیا کې خلک سره جرګه شول او له دي وحشت څخه یې د نادر خان په مشری افغانستان وژغوره. او نادر خان واک ته ورسید.

وروسته یې حبیب الله کلکانی په دار ځوړند کړ؛له دې سره د افغانستان تور تاریخ پای ومند.

د جبیب الله کلکاني باره کې ویکيپډیا داسي لیکي.
حبیب الله کلکاني (۱۸۹۰ـاوکټوبر ـ ۱۹۲۹) (په انگرېزي:   Habibullah Kalakani) مشهوره د بچه سقاؤ (په انگرېزي:Bacha-ye Saqqā) په نوم وروسته د هغه نه چې د ډيورنډ کرښې سره څېرمه پاړه چنار کې په غلا ونیول شو نو د يوولسو میاشتو په بند محکوم شو. خو څو ورځو تېرولو نه وروسته په مرموزه توگه خوشې شو او د افغانستان شمال شرقي سیمه د پروان او د کاپيسا ولایاتو ته ولاړ. په کاپيسا او پروان کې ېې څو اوزگاره کوڅه ډبو سره لاس يو کړ او غلا ېې خپل کسب وگرځاؤ.
بچه سقاؤ د امير امان الله خان د حکومت پر وخت په شمالي ولایاتو کې غلاوې، چور او تاړاکونه کول، پلار ېې يو عادي نالوستی سړی و، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د کلکان په سیمه کې افغانستان کې مېشت شول. بچه سقاؤ به د شپې  کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملگرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار به تکل وروښود. پاکستاني تاريخپوهان بچه سقا د پېښور د سيمې د انگرېزانو يو ملازم يا کاکوونکی گڼي . همدا رنگه زياتوي چې ده په پېښور کې سقاوې يا د نايي په دکان کې کار کاوه، همدا رنگه ځينې نورې سرچینې د سقاؤ د زوی تر شا د وخت د نقشبندي (مجددي) کورنۍ د غړو لاسونه گڼي. ددې جملې څخه يو د کلکان ملک محسن کلکاني يادېږي چې په خفا کې به ېې بچه سقاؤ ته لارښودنې کولې او پتنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیس له منگولو نه به وساتل شو. همداسې ورو ورو د بچه سقاؤ ډله ډېرېده او د شمال ډېر خلک ېې په عذاب کړي و او په خلکو ېې دومره ډار ايښی و چې کله به د چا کورته د شپې مهل ورواووښت نو کس به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د وخت پولیس او مقامات ېې نشوای خبرولای. د لړم په پای ورځو شپو کې چې کله د شینوارو تر منځ پاڅون رامنځ ته شوی و نو امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر متوجه و ، په همدې وخت کې د وخت نه په گټې سره د سقاؤ زوی د شمالي لارو او د کابل تر منځ د لارو بندولو کوښښ پیل کړ.

سرچینې
افغانستان در مسیر تاریخ (میر غلام محمد غبار) (قیام بچه سقاو سقوط دولت) ( قوس و جدي ۱۳۰۸ ـ ډسمبر و جنوري ۲۸ـ۱۹۲۹)



Great afghanistan

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ځیرک پښتون.